تفاهم به جای تقابل
ارتباطات عاری از تبعیض | مشاورههای مبتنی بر حقوق شهروندی (حق محور)
در مورد پروژه
مؤسسات و ادارات دولتی، اصلیترین مراکزی هستند که درباره حقوق شهروندی، میزان مشارکت اجتماعی و دریافت خدمات حمایتی افراد تصمیمگیری میکنند. با این حال، شهروندان افغانستان در آلمان – بهویژه در ایالتهای شرقی – در تعامل با این نهادها همواره با موانع جدی روبهرو هستند و از نژادپرستی، پیشداوریها و کلیشهسازیهای سیاسی آسیب میبینند. این پروژه درست ازهمینجا آغاز میشود: هدف ما، شکلدهی و تقویت ارتباطات منصفانه، عاری از تبعیض و نژادپرستی و مبتنی بر حقوق قانونی افراد، میان شهروندان افغانستان در آلمان و نهادهای عمومی (موسسات و ادارات دولتی) است. ما با بهکارگیری رویکرد مشارکتی و همتاساز (Peer to Peer)، تجربیات زیسته و واقعیِ از درون جامعه را گردآوری کرده و پس از ارزیابیهای علمی، آنها را به راهکارهای عملی و محتواهای آموزشی کاربردی تبدیل میکنیم. این مسیر نه تنها به مشارکت برابرِ افرادِ در معرض تبعیض کمک میکند، بلکه مانعی خواهد بود در برابر انزوا و دوریِ آنان از فرآیندهای دمکراتیک.
محورها و ویژگیهای مهم پروژه
این پروژه در شهرهای لایپزیگ، هاله و ارفورت (در سه ایالت شرقی آلمان) اجرا میشود و بر سه اصل استوار است:
تمرکز بر گروههای کمتر دیدهشده: تمرکز بر قشرها و افرادی از شهروندان افغانستان در آلمان که کمتر دیده شدهاند (بهویژه جوانان و افراد دارای معلولیت).
پیوند تجربه و علم: تلفیق تجربیات واقعی از درون جامعه با روش های برخورد با رفتارهای تبعیض آمیز و منابع دانشگاهی.
قابلیت تعمیم به سراسر آلمان: نتایج تحقیق و محتواهای آموزشی تولیدشده برای این سه شهر، به گونه ای طراحی می شوند که امکان اجرا و استفاده در تمامی سازمان ها، شبکه ها و ادارات سراسر آلمان را داشته باشند.
اهداف چهارگانه پروژه
1. تولید دانش: گردآوری و تدوین راهکارهای عملی برای مقابله با ساختارهای نژادپرستانه در ادارات
2. توانمندسازی: ارتقای دانش و توانمندسازی افراد در مقابله با برخوردهای تبعیض آمیز
3. آگاهیبخشی پایدار: تولید و پخش محتواهای عام فهم در زمینه مقابله با تبعیض
4. پشتوانه علمی: تحلیل علمی و چندبعدی تمامی فرآیندها و دستاوردهای پروژه
گروه هدف
برنامه های این پروژه، سه گروه اصلی را هدف قرار میدهد:
1. افراد در معرض نژادپرستی از جامعه افغانستان:
(با اولویت ویژه برای نوجوانان، جوانان و افراد دارای معلولیت) ساکن در ایالتهای زاکسن، زاکسن-آنهالت و تورینگن
2. کارشناسان و کارمندان نهادهای عمومی محلی:
بهویژه فعالان در بخشهای اداری، آموزشی، مشاوره، اداره کار و مراکز خدمات اجتماعی. این افراد به عنوان شرکای کلیدی در شبکه همکاری قرار میگیرند تا نتایج پروژه را در عملیات اداری خود به کار ببندند.
3. فعالان و شبکههای نهادهای مدنی:
گروهها و افرادی که در بخش های زیر فعال استند:
- مبارزه با نژادپرستی و تبعیض
- حوزه کودکان، نوجوانان و جوانان
- ادغام اجتماعی و حمایت از افراد دارای معلولیت
محورهای عملیاتی پروژه
1. شبکهسازی در سه شهر مورد هدف:
راه اندازی گفتگو و برنامه های هماندیشی (حضوری و آنلاین) میان نهادهای دولتی، سازمانهای مدنی، فعالان اجتماعی و انجمن های عضو سازمان VAFO
2. طراحی و برگزاری کارگاههای تخصصی:
برگزاری کارگاههای آموزشی با استفاده از روش های تعاملی در مورد «شناخت و درک ساختار اداری در آلمان» و«روش های درست و موثر ارایه خواست ها در ادارات.»
3. گردآوری و تحلیل مشارکتی دادهها:
ارزیابی پژوهشهای موجود و انجام مصاحبههای کیفی و گفتگوهای گروهی با اعضای جامعه و کارشناسان، با تمرکز بر تجربیات واقعی در ادارات، مراکز آموزشی، بازار کار، حوزه مسکن و خدمات مشاورهای.
4. اطلاعرسانی، انتقال تجربه و بازتاب عمومی:
تضمین پایداری دستاوردها از طریق روابط عمومی هدفمند؛ شامل تولید و انتشار محتواهای چندزبانه و ساده درباره حقوق قانونی، راهکارهای ارتباطی و فرصتهای مشارکت برای اعضای جامعه.
همکاران پروژه
VAFO: شبکهسازی، هماهنگی نشستها و تسهیل ارتباط مستقیم با گروه های موردنظر از جامعه افغانستانی
ZEOK: مشارکت در طراحی برنامهها و متصل کردن پروژه به شبکههای محلی آموزشی، مشاورهای و مبارزه با تبعیض.
مرکز مطالعات ارتباطات برای تغییرات اجتماعی در دانشگاه لایپزیگ: تحلیل تخصصی، مستندسازی و پشتیبانی علمی از یافتههای پروژه
حامی مالی
پروژه «تفاهم به جای تقابل» تحت حمایت مالی دفتر نماینده دولت فدرال آلمان در امور مهاجرت، پناهندگان و ادغام و همچنین دفتر نماینده دولت فدرال در امور مبارزه با نژادپرستی قرار دارد.
ارتباط با ما
برای کسب اطلاعات بیشترو یا همکاری میتوانید از طریق ایمیل با ما در تماس باشید.
ایمیل: zolfar.hassib@vafo.ngo
د تقابل پر ځای تفاهم
له تبعیض څخه پاکې اړیکې | پر وګړنیزو حقونو ولاړې مشورې (حق محوره)
د پروژې په اړه
دولتي ادارې او بنسټونه هغه اصلي ځایونه دي چې د خلکو د وګړنیزو حقونو، د ټولنیز ګډون د کچې او د ملاتړي خدمتونو د ترلاسه کولو په اړه پرېکړې کوي. خو له دې سره سره، په آلمان کې افغان وګړي – په ځانګړې توګه په ختیځو ایالتونو کې – له دغو ادارو سره په اړیکو کې تل له جدي خنډونو سره مخ دي او د نژادپالنې، مخکینیو قضاوتونو او سیاسي کلیشو له امله زیانمنېږي.
دا پروژه له همدې ځایه پیلېږي: زموږ موخه دا ده چې په آلمان کې د افغان وګړو او عامه ادارو (دولتي بنسټونو او ادارو) ترمنځ عادلانه، له تبعیض او نژادپالنې څخه پاکې او د خلکو پر قانوني حقونو ولاړې اړیکې جوړې او پیاوړې کړو.
موږ د ګډون محوره او همتا په همتا (Peer to Peer) لارې چارې په کارولو سره، له ټولنې دننه ژوندۍ او ریښتینې تجربې راټولوو او له علمي ارزونې وروسته یې په عملي حل لارو او کارنده روزنیزو موادو بدلوو. دا لاره نه یوازې د هغو کسانو برابر ګډون ته لار هواروي چې له تبعیض سره مخ دي، بلکې د دوی د انزوا او له دموکراتیکو بهیرونو څخه د لرې پاتې کېدو مخه هم نیسي.
د پروژې مهم محورونه او ځانګړتیاوې
دا پروژه د لایپزیګ، هاله او ارفورت په ښارونو (د آلمان په درې ختیځو ایالتونو) کې پلي کېږي او پر درې اصولو ولاړه ده:
- پر لږ لیدل شویو ډلو تمرکز: پر هغو قشرونو او افغان وګړو تمرکز چې په آلمان کې لږ لیدل شوي دي (په ځانګړې توګه ځوانان او معلولیت لرونکي کسان).
- د تجربې او علم تړاو: له ټولنې دننه د ریښتینو تجربو یوځای کول له هغو لارو سره چې د تبعیضي چلندونو په وړاندې کارول کېږي، او همدارنګه له پوهنتوني سرچینو سره.
- ټول آلمان ته د غځېدو وړتیا: د دغو درې ښارونو لپاره چې کومې څېړنیزې پایلې او روزنیز مواد جوړېږي، داسې طرحه کېږي چې د ټول آلمان په ټولو سازمانونو، شبکو او ادارو کې د پلي کولو او کارولو وړ وي.
د پروژې څلور موخې
1. د پوهې تولید: په ادارو کې د نژادپالو جوړښتونو په وړاندې د عملي حل‑لارو راټولول او تدوینول
2. پیاوړتیا: د تبعیضي چلندونو په وړاندې د خلکو د پوهې لوړول او پیاوړي کول
3. تلپاتې پوهاوی: د تبعیض په وړاندې د عام فهمه موادو تولید او خپرول
4. علمي ملاتړ: د پروژې د ټولو بهیرونو او لاسته راوړنو علمي او څو اړخیزه شننه
موخه ډله
د دې پروژې پروګرامونه درې اصلي ډلې په نښه کوي:
1. د افغان ټولنې هغه کسان چې له نژادپالنې سره مخ دي:
(د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره په ځانګړي لومړیتوب) چې د زاکسن، زاکسن‑انهالت او تورینګن په ایالتونو کې اوسېږي.
2. د سیمه‑ییزو عامه ادارو کارپوهان او کارکوونکي:
په ځانګړې توګه هغه کسان چې په اداري، ښوونیزو او مشورتي برخو، د کار په اداره او د ټولنیزو خدمتونو په مرکزونو کې فعال دي. دا کسان د همکارۍ په شبکه کې د کلیدي شریکانو په توګه ځای پر ځای کېږي، ترڅو د پروژې پایلې په خپلو اداري چارو کې عملي کړي.
3. د مدني ټولنې فعالان او شبکې:
هغه ډلې او کسان چې په لاندې برخو کې فعال دي:·
- د نژادپالنې او تبعیض په وړاندې مبارزه·
- د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو برخه·
- ټولنیز ادغام او له معلولیت لرونکو کسانو څخه ملاتړ
د پروژې عملیاتي محورونه
1. په درې موخه ښارونو کې شبکه جوړونه: د دولتي ادارو، مدني سازمانونو، ټولنیزو فعالانو او د VAFO سازمان د غړو ټولنو ترمنځ د خبرو اترو او ګډ فکر د پروګرامونو (حضوري او آنلاین) پیلول.
2. د تخصصي ورکشاپونو طرحه او جوړول: د تعاملي میتودونو په کارولو سره د روزنیزو ورکشاپونو جوړول، د «په آلمان کې د اداري جوړښت پېژندل او درک کول» او «په ادارو کې د غوښتنو د سمې او اغېزمنې وړاندې کولو لارې» په اړه.
3. د معلوماتو ګډون‑محوره راټولول او شننه: د موجودو څېړنو ارزونه او د ټولنې له غړو او کارپوهانو سره کیفي مرکې او ډله‑ییزې خبرې اترې، په ادارو، ښوونیزو مرکزونو، د کار بازار، د استوګنې برخې او مشورتي خدمتونو کې پر ریښتینو تجربو له تمرکز سره.
4. خبر ورکول، د تجربې لېږد او عامه انعکاس: د موخه‑لرونکو عامه اړیکو له لارې د لاسته راوړنو د تلپاتې کېدو تضمین؛ په دې کې د ټولنې د غړو لپاره د قانوني حقونو، د اړیکو د لارو چارو او د ګډون د فرصتونو په اړه د څو ژبیو او ساده موادو تولید او خپرول شامل دي.
د پروژې همکاران
VAFO: شبکه جوړونه، د غونډو همغږي او د افغان ټولنې له موخه ډلو سره د مستقیمې اړیکې اسانول.
ZEOK: د پروګرامونو په طرحه کې ګډون او د پروژې نښلول له سیمه‑ییزو ښوونیزو، مشورتي او د تبعیض ضد شبکو سره.
د لایپزیګ پوهنتون SC4C مرکز: د پروژې د موندنو تخصصي شننه، مستند کول او علمي ملاتړ.
مالي ملاتړی
د «د تقابل پر ځای تفاهم» پروژه د آلمان د فدرالي حکومت د کډوالۍ، پناه غوښتونکو او ادغام په چارو کې د استازي د دفتر او همدارنګه د نژادپالنې پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د فدرالي حکومت د استازي د دفتر تر مالي ملاتړ لاندې ده.
له موږ سره اړیکه
د نورو معلوماتو یا همکارۍ لپاره کولای شئ د ایمیل له لارې له موږ سره اړیکه ونیسئ.
ایمیل: zolfar.hassib@vafo.ngo